اسلام آباد 06 دسمبر (اے پی پی) وز??راعظم شاهد خاقان عباسی د اسلام آباد او پيينډۍ مهمو استوګنو سيمو ترمينځه د چليدونكې میټرو بس سر??س د منصوبه بندۍ، آپرېشن او مینېټیننس لپاره د کیپټل ماس ټرانزټ اتھارټی جوړولو اصولی منظوری وركړې ده۔ دا پريكړه د شورو په ورځ وز??راعظم آفس كښې د اسلام آباد میټرو بس پراجیکټ په اړه يوه غونډه كښې شوې ده كومه به چې د نوې هوائي ميدان جوړيدو نه پس د پينډۍ اسلام آباد وګړو له د مزل اسانۍ وركړي۔ په غونډه كښې د مواصلات وزير محمد جنید انوار چوهدری، د وز??راعظم سیکتر، د سی ډی اے چیئر??ېن انصر شیخ، د پنجاب ماس ټرانزټ اتھارټی منیجنګ ډائریکټر سبطین فضل حلیم، د نېشنل هائی وے اتھارټی چیئر??ېن شاهد اشرف تارړ، د خزانې سیکتر شاهد محمود او نور چارواكي موجود وؤ۔ وز??راعظم دې مقصد له د پنجاب ماس ټرانزټ اتھارټی پوهې تر مخه په لږ وخت كښې د قانونی ادارې جوړولو لپاره د ضروری قانون سازۍ سپارښتنه وكړه۔ وز??راعظم د این ایچ اے چیئرمین ته د اسلام آباد نوې هوائي ميدان لنك روډ او هوائي ميدان سره پيوستې بنیادی اډانې په خپل ټاكلې وخت د بشیړولو سپارښتنه وكړه۔