اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) پاکستان په چېري کوټ او نیزہ ??یر سېکټرز كښې په اېل او سي د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ هند سره ??خت احتجاج كولو سره د هند دوهم ??ائي كمشنر خارجه دفتر ته رابللې او د جنګ بندۍ ?? خلاف ورزيو غندنه ئې كړې۔ تېره ورځ په چېري كوټ سېكټر كښې د هندي ډزو په نتيجه كښې ټروتي كلي كښې يوه مېرمن او په نېزه پير كښې دوه وګړي شهيدان او پنځه ژوبل شوې ؤ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ډائرېكټر جنرل (سوئيلي آسياء او سارك) د جمعې په ورځ د هند دوهم ??ائي كمشنر جے پي سنګه رابللو سره د هندي ځ??اكونو لخوا په ډزو احتجاجي مراسله حواله كړې۔ خارجه وياند ووئيل چې د ضبط او زغم د غوښتنې باوجود د هند لخوا د جنګ بندۍ پرله پسې خلاف ورزي روانه ده۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل هند سږ كال په كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري 1300 ځله د جنګ بندۍ خلاف ورزي كړې او په نتيجه كښې ئې 52 كسان شهيدان او 170 ژوبل شوي دي۔ وياند ووئيل بې ګناه وګړي قصداً په نښه كول يو ناوړه ٬ د انساني عزت او د بشري حقونو د نړيوال قانون په ضد اقدام دې۔ وياند ووئيل چې په هند زور رواړلې شوې چې ھغوي د لوظنامې پالنه كولو سره خپل امنيتي ځ??اكونو د ډز بندۍ د لوظنامې د پالنې كولو پابند كړي