جهنګ 09 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې حكومت د توان د بحران ختمولو او اولس ته د تيارې څخه د نجات وركولو خپل لوظ پوره كړو٬ سپېځلې پروژې به د هېواد د پرمختګ او رغونې پشمول په سي پېك ډېر مثبت آغېر ولري٬ مخالفين دې د بلا جواز تورونو لګولو په ځائ د حقائقو مقابله وكړي٬ حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي٬ مونږ سياست د محمد نواز شريف نه زده كړې او هغه كله هم په نجي محفلونو ??ښې كوم مخالف ته پېغور نه دې وركړے٬ د 22 مياشتو دهرنو هېواد څو كاله په شا بوتللې٬ اتحاد جوړونكي به صفر پاتې كېږي٬ داسې معلومېږي چې مخالفين د ټاكنو نه تېښته غواړي٬ يوازې مسلم ليګ ﴿ن﴾ په وخت ټاكنې غواړي٬ مونږ د پرمختيائي ??روژو په اړه د ټولو صوبو مرسته كړې٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ وفاقي حكومت په صوبو ??ښې فرق نه دې كړے٬ زمونږ حكومت په وخت د پروژو ترسره كولو هڅې كوي او د هېواد په هره يوه صوبه ??ښې د اربونو ډالرو د ماليت پروژې ترسره كولې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د خالي په ورځ د جهنګ ترېمو بېراج سره نزدې په حويلي بهادرشاه ??ښې د اېل اېن جي كمبائن سائيكل پنجاب پاور پلانټ د 1263 مې??او??ټه د برېښنا پروژې د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د خوشحالې خبره ده چې په ګاز چلېدونكي د پنجاب د څلورم پاور پلانټ د بنياد تيګه كېښودل شوه د كوم وړومبې پړاؤ به چې په 14 مياشتو ??ښې ترسره شي او د دې څخه به 810 مې??او??ټه برېښنا ترلاسه شي او د دې څخه به په 26 مياشتو ??ښې 1263 مې??او??ټه برېښنا په قومي ګرېډ ??ښې شامله شي۔ ده ووئيل چې محمد نواز شريف په مئي ??ال 2013م ??ښې د ټولټاكنو په مهال اولس سره لوظ كړے و چې هغه به لوډشېډنګ ختموي او د خلقو ته به د تيارو څخه نجات وركوي٬ د وزيراعظم جوړېدو سره ده د برېښنا نوې پروژې پېل كړې٬ كه دا پلانټونه نه و نو د برېښنا كمې به نه و پوره شوے۔ ده ووئيل چې په دې ??ښې هېڅ شك نشته د مسلم ليګ ﴿ن﴾ اوسنې حكومت هغه وړومبې جمهوري حكومت دے كوم چې په پاكستان ??ښې پروژې پېل كولو سره ترسره كړې۔ ده ووئيل چې زه هيله لرم چې څوارلس مياشتې پس به د دې پروژې څخه د برېښنا پېداوار پېل شي او هغه وخت به هم د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت وي۔ ده ووئيل چې په دې پروژو ډېر تنقيد وكړے شو خو صداقت پ??ښې نشته٬ دا پروژه د 80 اربه روپو په لګښت جوړولې شي٬ په ټوله نړۍ ??ښې داسې پروژې جوړولې شي خو په دومر كم لګښت او كم وخت ??ښې نه ترسره كې??ي۔ وزيراعظم ووئيل چې د كومې پروژې په اړه د المان كنسلټنټ وئيلي و چې د دې ترسره كېدو لپاره د 36 مياشتو موده پكار ده٬ هغه پروژه په 20 مياشتو ??ښې ترسره كړې شوې او دا پروژه به د 14 مياشتو په لنډه موده ??ښې ترسره شي۔ ده ووئيل چې كه د حساب خبره وكړې شي نو د پيپلز ګوند د رېنټل پاور پروژه پېل كړه او په هغې 30 مياشتې موده ولګېده خو يو كلوواټ برېښنا ئې پېدا نه كړه او هېواد د 80 اربه روپو مقروض شو۔ زمونږ او د تېر حكومت په كاكردګې ??ښې همدا فرق دے۔ ده ووئيل چې په مظفر ګړھ ??ښې په تېلو چلېدونكې د برېښنا يوه پروژه كار كوي كه هغه بند كړې شي نو ه?? كال د 30 اربه روپو بچت كېدے شي۔ وزيراعظم ووئيل چې په كال 2013م ??ښې د توان بحران خاتمه په نظر نه راتلله٬ مونږ ته د 10 زره مې??او??ټه برېښنا ضرورت و او دا لوي چېلنج و٬ مونږ ته د تېرو 70 كلونو كار په پنځه كلونو ??ښې كول و او نن مونږ دا چېلنج ترسره كړو او ت?? كال 2030م مو د برېښنا ضرورت پوره كولو كار پېل كړو۔ وزيراعظم ووئيل چې كه وزيراعلٰي شهباز شريف نه و نو دا پروژې به نه وې ترسره شوې۔ وزيراعظم ووئيل چې د ټېكنوكرېټس حكومت په اړه مو په ورځپاڼو ??ښې ولوستل۔ ده ووئيل چې ت?? كال 2008م په هېواد ??ښې داسې حكومت و٬ د هغه څه كاكردګي وه؟ آيا كومه پرمختيائي ??روژه ترسره كړې شوې؟ سي پېك په هغه وخت ??ښې پېل كېدې شوه٬ دا پروژه د مشرف او پيپلز ګوند حكومت هم جوړولې شوه خو دا د مسلم ليګ﴿ن﴾ په دور ??ښې پېل شوه ځكه چې حكومت د اولس باور لرلو۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ صوبو ته وئيلي دي چې هغه دې د برېښنا كمپنې واخلي او پخله دې هغه وچلوي٬ لوئې پروژې به وفاق جوړوي۔ ده د پنجاب وزيراعلٰي ته مباركي وركولو سره ووئيل چې د هغه په ډله ??ښې د شامل احد چيمه په شان د ځوانانو كاركردګي د فخر وړ دے۔ ده ووئيل چې لويو لويو په لس كلونو ??ښې پروژه ترسره نه كړې خو زمونږ ځوانان ئې په مياشتو ??ښې پوره كوي كوم چې په نړې ??ښې ريكارډ دے۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې مونږ خپل مشن ترسره كړے او په راتلونكي اګست ??ښې به په ټولټاكنو ??ښې اولس پرېكړه كوي۔ دستورې ته د پنجاب وزيراعلٰي محمد شهباز شريف هم وېنا وكړه۔ په دستوره ??ښې د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري٬ د توان دوهم وزير عابد شېر علي٬ د اوبو دوهم وزير چوهدري انور جاوېد٬ صوبائي ??زير ملك نديم كامران٬ د چين سفير ژاؤ جنګ٬ د المان سفير٬ وفاقي او صوبائي ??زيرانو٬ د پارلمان غړو كاروباري شخصياتو او خلقو ګډون وكړو۔