رحیم یارخان ۔ 6 ج??وری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباس?? د ??الي په ورځ صادق آباد كښې د آر اېل اېن جي پمپنګ سټېشن پرانسته وكړه۔ په دې مهال اړوند چارواكو وزيراعظم ته د منصوبې په اړه بريفنګ وركړو۔ دا منصوبه په ټول هېواد كښې د ګاز انفراسټركچر ترقۍ ??نصوبې برخه ده كومه چې سوئی ناردرن ګېس پائپ لائنز لمېټډ او سوئی سدرن ګېس ??مپنی لمېټډ په ګډه پايې ته رسولې۔ په دې منصوبه كښې د 1044 کلومیټر پائپ لائن د اېس اېن جی پی اېل او 425 کلومیټر پائپ لائن د اېس اېس جی سی لخوا غزولې شوې۔ دې سره به د ترلاسه ګاز حجم 1200 ملین مکعب فټ د ورځې په حساب يو په دوه ??ېدو سره 2400 ملین مکعب فټ ته ورسي۔ دې سره سره د ګېس انفراسټركچر ډوېلپمنټ منصوبو د لارې به پاور پلانټس ، انډسټریز، کاروباری او كورنو صارفينو ته د ګاز پرله پسې رسنه زياته شي۔