اسلام آباد 22 جنوري (اے پي پي)سي پېك لپاره د پارلماني كمېټۍ چيئرمېن مشاهد حسېن سيد وئېلي د?? چې چين پاكستان اقتصادي راهداري منصوبه 15 كلنه منصوبه ده٬ دا منصوبه د كوم وګړي٬حكومت٬سياسي ګوند او ادارې نه ده٬په ګوادر كښې به د جنورۍ په 29مه نېټه دوه ورځني نندارتون كېږي كوم كښې به چې 80 چينائي كمپنۍ ګډون كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سي پېك سره د اړوند پارلماني كمېټۍ ان كيمره غونډې څخه وروستو مېډي?? ته بريفنګ وركولو كښې وكړه۔ دكمېټۍ غونډه د ده په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔مشاهد حسېن سيد ووئيل د چين نوې سفير هم د كمېټۍ غونډه كښې ګډون وكړو۔د چين سفير سي پېك سره اړوندې ??مېټۍ ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل د چين د خارجه پالېسۍ په ستنو كښې سي پېك شامل ده۔ خارجه پالېسۍ كښې پاكستان د چين مركزي ملګرې دې۔دا منصوبه به په 2018 كښې وړاندې بوځو۔پروژې ترسره كول دي٬د سي پېك منصوبې غوره جوړول دي۔د چين سفير ووئيل په هره معامله كښې به چين پاكستان سره وي۔سناتور مشاهد حسېن سيد ووئيل په خصوصي اكنامك زون كښې به نجي څانګه ځان سره اخلو۔ده ووئيل د سي پیك دائره يوازې تر چين پاكستان نه بلكې تر اف??انستان او مينځنۍ آسيا پراخا كول دي۔ده ووئيل دا مهال پاكستان كښې 9581 چينائي وګړي په سي پیك كار كوي٬په دې ??ښې مزدوران شامل نه دي۔ده ووئيل د سي پېك ځينې منصوبې وخت څخه وړاندې بشپړ شوي۔په 29 او 30 جنورۍ به ګوادر كښې نندارتون كولې شي۔په دې ??ښې به د چين 80 كمپنۍ ګډون كوي۔ده ووئيل سي پېك 15 كلنه منصوبه ده۔ده ووئيل چين فاټ?? ته 50 سكولونه عطيه كوي