اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) د انډون??زي?? اولس مشر جوكو وېدودو د خالي په ورځ خپله دوه ورځنې سركاري دوره ترسره كولو سره هېواد ته ستون شو۔ اولس مشر ممنون حسېن د انډون??زي?? اولس مشر او وړومبې مېرمن اېريانا وېدودو رخصت كړل۔ د انډون??زي?? اولس مشر د جمعې په ورځ د وزيرانو او د كاروباري خلقو يو پلاوي سره د پاكستان په دوره راغلې و۔ د نور خان په هوائي اډه د درنو مېلمونو رخصت كو??و په مهال اولس مشر ممنون حسېن سره وړومبې مېرمن بېګم محموده ممنون ح??ېن?? وفاقي وزيراوېس احمد خان لغاري٬ سناتوره عائشه رضا او خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه هم موجود وو۔ د روانېدو څخه وړاندې د انډون??زي?? اولس مشر د پاكستان ائير فورس د جے اېف 17 تهنډر الوتكې معائنه هم وكړه كومه چې په هوائي اډه موجود وه۔ پھ دې موقع ونګ كمانډر عدنان دروند مېلمه د نوې الوتكې د خصوص??ات?? او فنكشنز څخه خبر كړو۔ د خپلې دورې په مهال د انډون??زي?? اولس مشر د پارلمان شريكې غونډې ته وېنا هم وكړه۔ اولس مشر وېدودو وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقات هم وكړو۔ دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه مرستې او د شريك تجارت ودې لپاره په بېلا بېلو څانګو كښې د شريكې مرستې لوظنامې او نور دستاوېزات هم ل??سليك كړل۔ اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان په دوره د راغلي مېلمه مېلمستيا هم وكړه۔ د اولس مشر وېدودو لخوا دا د پاكستان وړومبې دوره وه۔ د كال 2012م په مهال د انډون??زي?? اولس مشر سوسيلو بمبانګ يدهونو د ډي اېټ په كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره د پاكستان په دوره راغلې و۔