اسلام آباد ۔ 15 مارچ (اے پی پی)پا ک بحریه لپاره تائجن شپ یارډ چائنا كښې جوړ شوې ډرېجر را?? کشا او 2 اسپلټ هوپر ب??رجز ترسیل اول او دوهم پاكستان نېوي كښې د شاملېدو دس??ور?? پی اېن ډاکیارډ كښې وشوه۔ دوهم چیف آف نیول اسټاف وائس ایډمرل کلیم شوکت په دې موقع خاص مېلمه وو۔ د پاک بحریه اعلٰی چارواكو ٬ ګرانو چينائي مېلمنو او د کارپورېټ سېکټر نمائندګانو هم دس??ور?? كښې ګډون وكړو۔ د نوي جوړ شوي ډریجر را?? کشا او 2 اسپلټ هوپر ب??رجز ترسیل اول او دوهم پاكستاني نېوي كښې شاملېدو سره به د پاک بحریه ډریجنګ صلاحيت زيات شي۔ د خپل ځانګړي ډيزائن او د كار تګلارې په سوب دا ډرېجر ب??تھوں او جیټیز ته نزدې ډرېجنګ كولې شي چرته چې د روايتي ډرېجنګ آلات دومره فعاله نه شي ثابتدې۔ ??ست??رې ته خپل خطاب كښې وائس چیف آف نیول اسټاف وائس ایډمرل کلیم شوکت ووئيل د پاکستان بحری تجارتی لارې او مېري ټائم زون د هېواد معيشت د ملا تير دے د كوم ساتنه چې بايد په هر قيمت وكړې شي۔ ده ووئيل زمونږ بندر ځايونه د اقتصادي پرمختګ ضامن دي كومې چې هر وخت فعاله ساتلو له يوې مضبوطې بحريه ته اړتيا لري۔ خاص مېلمه ووئيل دا ډرېجر د پاکستان او چین ترمينځه د ځانګړې ملګرتيا او دوه اړخيزه دفاعي مرستې مهم علامت دے۔ ده ددې منصوبې كاميابه جوړولو كښې د ټولو اړوند كسانو د محنت او سختې خوارۍ ستائنه وكړه او دوئي ته ئې مباركي وركړه