اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د احتساب د قومي بيور﴿ نېب﴾ چيئرمېن جسټس ﴿ر﴾ جاوېد اقبال د نېب د لاهور ډپټي ډائرېكټر رم??ان په كار كښې د نااهلې او د سركاري فرائضو څخه د غفلت كولو په نتيجه كښې معطل كړے۔ د نېب وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په دې لړ كښې د انكوائرې كولو ??كم وركړے شوے۔ ډپټي ډائرېكټر نېب لاهور رم??ان ته به د ده په ضد د لګول شويو تورونو په اړه د قانون له مخې د صفائې كولو موقع وركولې شي۔ له بلې خوا د سكهر د نېب ډپټي ډائرېكټر كاشف ممتاز ګوندل په ضد پلټنې پېل كړې شوې دي كوم چې د نېب چيئرمېن په هدايت درې مياشتو لپاره معطل كړے شوے و۔ دغسې د نېب چيئرمېن په هدايت د نېب 85 افسرانو او اهلكارو په ضد پلټنې شوې دي چې پكښې 23 افسران او اهلكار ?? نوكرې څخه برخاست كولو ??ره لوئې سزاګانې وركړې شوې دي٬ِ دغسې 32 افسرانو او اهلكارو ته بېلا بېل ډول سزاګانې وركړې شوې دي۔ د نېب چيئرمېن وئيلي دي چې احتساب ټولو لپاره خود احتسابي ډېره ضروري ده۔ ده ووئيل چې د احتساب قومي بيور د ه??وا?? څخه د بدعنوانې خاتمې لپاره پوخ عزم لري۔