اسلام آباد ۔ 8 مئی (اے پی پی) د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئيلي دې حكومت اولنۍ واټر پالېسي جوړه كړې۔ نوې قامي واټر پالېسۍ كښې د ا??بو په بچت او د ا??بو په ذخائرو جوړولو زور راوړلې شوې۔ د د?? خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د منصو??ه بندۍ وزارت او نړيوال بانك په شريكه د ماحولياتي استحكام په سرخط راجوړ كړې قامي مشاورتي وركشاپ ته خطاب كښې وكړه۔ سرتاج عزيز ووئيل پاكستان كښی اوبه په كمېدو دي۔ كله چې پاكستان جوړ شو نو سړي سر اوبه د 5 زره كيوبك ميټر څخه زياتې وې۔ ولې اوس دا سړي سر 1000 كيوبك ميټر څخه كمې شوي۔ ده ووئيل زمونږ په بندونو كښې د سلټنګ په سوب د ا??بو ذخيره كولو صلاحيت كم شوې۔ د ا??بو وسائلو لپاره زيات مالي وسائلو ته اړتيا وي۔ سرتاج عزیز ووئيل راروان كال كښې د ا??بو منصوبو لپاره د ب?? اېس ډي پي 10 فيصد بېل كړې شوې۔ ده ووئيل مونږ په واټر پالېسۍ كښې د بھاشا بند په شمول د ا??بو د 10 ملين اېكټر فټ ذخائر سپارښتنه كړې۔ په دې مهال وركشات ته خپل خطاب كښې پاكستان د ورلډ بانك كنټري ډائرېكټر الانګو پېچ سموتھو په وفاقي وزير احسن اقبال باندې ترسره شوې بريد د ا??سوس وړ وګرځولو۔ ده ووئيل پاكستان د موسمياتي بدلونو څخه متاثره كېدونكے د نړۍ 7 م ستر هېواد دے۔ (وا/ض ض/ګ ل/1855)