اسلام آباد ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قانون او انصاف او د پارلماني چارو وفاقي وزير بېرسټر سیّد علی ظفر وئيلي دي د فاټا او پاټا انضمام نه وړاندې د وفاقي ټېکسونو صورتحال برقرار ساتلې كښې به فاټا لپاره د لیګل فرېم ورک په اړه په اتفاق جوړ كړې آرډیننس جاری كړې شي۔ د محمد نواز شریف په شمول كوم هم بنديوان ته دې د پنجاب جېل مېنوئل ترمخه اسانۍ وركړې شي۔ د آئین آرټیکل 10 اے ترمخه لنډ مهاله حكومت د محمد نواز شریف د دوه رېفرنسونو سماعت په عدالت ??ښې د كولو منظوري وركړې شوې ۔ كه كله هم داخله وزارت په امنيتې سبب د ټرائل كورټ ځائې بدل??ل وغواړي نو هغه حكومت ته رجوع كولې شي۔ وفاقی کابېنې د اېف اے ټی اېف په اړه يو شمېر پالېسي پرېكړې كړي دي۔ كه لنډ مهاله حكومت په دې لړ كښې پرېكړې نه كولې نو اېف اے ټی اېف به پاکستان بلېک لسټ كړې ؤ ۔ د ډالر بيعه كښې د مصنوعي استحكام په سبب بيعه ناڅاپي زياته شوې۔ لنډ مهاله حكومت آئي اېم اېف ته د تللو مېنډېټ نه لري ولې خبره ورسره كولې شي۔ په پي ټي وي ټولو سياسي ګوندونو ته يو برابر كورېج وركولې شي۔ په اولني ځل په پي ټي وي ګرېنډ ډیبېټ پېل كړې شوې په كوم كښې چې د سياسي ګوندونو لارښود د دوئي په منشور او سيمه ايزو مسئلو خبرې كولې شي۔ پېمرا مو آزاده رېګولېټری ادارہ جوړه كړې۔ ده د شورؤ په ورځ د وفاقي كابينې غونډې څخه وروستو پي آئي ډي كښې ميډيا ته برېفنګ وركولو۔ سناتور عطاء محمد، سناتور حبیب اﷲ، سناتور خانزادہ خان، سناتور میاں عتیق او نور هم په دې مهال موجود وو۔ ده وو??يل د فاټا انضمام څخه وروستو د اورېجنل پلان ترمخه فاټا كښې ډویلپمنټ او انفراسټرکچر لپاره 10 كلنه پلان منظو?? كړې شوې ؤ۔ ده وو??يل يو شمېر غېر ملكي ادارې فاټا كښې ډوېلپمنټ او انفراسټرکچر لپاره فنډز وركول غواړي۔ده ووئېل لنډ مهاله حكومت دغو ادارو ته هركلې وائي او راتلونكې حكومت به دغو دغو ادارو سره لوظنامې وكړې شي۔ ده وو??يل غونډه كښې د امن او امان صورتحال په اړه بريفنګ وركړې شوې۔ كابينې ته ووئيلې شو د الېكشن په كوډ آف كنډټ څنګه عمل كېږي۔ ده وو??يل سياسي ګوندونه دې د كوډ آف كنډكټ ترمخه خپل الېكشن كمېشن مهم مخ په وړاندې بوځي۔ د کارنر میټنګ او اولسي غونډو په اړه دې د وخت نه وړاندې انتظاميه خب?? كړي دغسې چې د امنيت ف??ال?? انتظامات باوري كړې شي۔ ده وو??يل د نېب اېكټ سېكشن 16 ترمخه د نېب په خواست وفاقی کابینې د محمد نواز شریف په ضد د لا دوو رېفرنسز اورېدو لپاره د عدالت سنټرل جېل اډیاله ته د منتقل كولو پړېكړه كړې وه۔ د آئين آرټيكل 10 اے ترمخه ټرائل سپېځلې جوړولو له وفاقی کابینې د محمد نواز شریف په ضد د دواړو رېفرنسونو اورېدنه په جوډيشل كمپلېكس كښې په ښكاره عدالت ??ښې د كولو هم منظوري وركړې۔ ده وو??يل كه كله هم داخله وزارت په امنيتي سبب د ټرائل كورټ ځائې بدل??ل وغواړي نو هغه حكومت ته رجوع كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل لنډ مهاله حكومت ايماندارۍ سره د خپل مېنډېټ ٬ قانون او آئين ترمخه كار كوي۔ د لنډ مهاله حكومت ټ??ل وزيران په خپلو خپلو څانګو كښې د خپلې پوهې ترمخه كار كوي۔۔ وفاقې وزير وو??يل دا مهال د بېلو اړخونو لخوا تورونه لګي او تبصرې كېږي ولې مونږ له به خپل كار په سم لوري روان ساتل وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل په پي ټي وي ټولو سياسي ګوندونو ته يو برابر كورېج وركولې شي۔ په اولني ځل په پي ټي وي ګرېنډ ډیبېټ پېل كړې شوې په كوم كښې چې د سياسي ګوندونو لارښود د دوئي په منشور او سيمه ايزو مسئلو خبرې كولې شي۔ ده وو??يل د محمد نواز شریف په شمول كوم هم بنديوان ته دې د پنجاب جېل مېنوئل ترمخه اسانۍ وركړې شي۔ كه داسې نه وي نو دا به د قانون په ضد كار وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده وو??يل د عبوري حكومت يو مېنډېټ دا هم دے چې سپېځلې او بې پرې ټاكنې كولو له الېكشن كمېشن سره بشپړه مرسته وكړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده وو??يل د سپريم كورټ په هدايت حكومت پېمرا خپلواكه اداره جوړولو له ګامونه پورته كړي چې له امله ئې اوس پېمرا يو آزاده رېګولېټري اتھارټي جوړه شوې۔ بېرسټرعلي ظفر ووئېل پېمرا پرائیوېټ میډیا ته كوم اېډوائس جاري كولې شي۔ كه میډیا هاؤسز دا اېډوائس د قانون په ضد ګڼي نو هغوي هائيكورټ ته رجوع كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل د ډالر په بيعه كښې استحكام لپاره يو مصنوعي طريقه خپله كړې شوې ؤ ځكه بيعه ناڅاپي زياته شوې۔ ده ووئېل د ډالر د بيعې تعين طلب او رسد نظر كښې د نيولو فارمولې ترمخه كېږي۔